د هرات عدليې رئیس د یاد ولایت د موټر پلورونکو د اتحادیې له مسوولینو سره وکتل

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۴ - ۱۱:۱۹
.

د هرات ولایت د عدليې رئیس مولوي یار محمد جانان خادمي د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د روژې میاشت په ۱۱ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه ولایت د موټر پلورونکو د اتحادیې له مسوولینو سره وکتل.

په دغې کتنه کې د یادې اتحاديې مسوولینو د عدليې ریاست لخوا موټرپلورونکو له پاره د خدمتونو له وړاندې کولو څخه قدرداني وکړه او خپل یو لړ ستونزې یې هم د عدلیې له رئیس سره شریکې کړې.

د هرات ولایت عدليې رئیس د موټر پلورونکو د اتحاديې مسوولینو ته ډاډ ورکړ چې د هغوی ستونزو ته به ژر تر ژره رسیدګي وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS