د نیمروز ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۱۲:۲۱
.

د نیمروز ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د ربیع الثاني د مياشتې په ۲۸ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د عدلیې رئیس، مولوي عبدالوارث خليل په مشرۍ  او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.

په ياده ناسته کې د نیمروز ولایت، عدلیې رئيس د یاد ریاست کارکوونکو ته د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو، له مراجعینو سره د ښه چلند، وخت او حاضرۍ ته د پابندۍ او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.

همدارنګه، د یادې ناستې په ترڅ کې د انسجام عمومي مدیریت ته دنده ورکړل شوه چې په هره اونۍ په یاد ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له دفترونو څخه نظارت ترسره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS