د نیمروز ولایت د عدلیې رياست او د موټر پلورونکو اتحادیې ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړېدل

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۱۲:۵۸
.

د نیمروز ولایت د عدلیې رياست او د یاد ولایت د موټر پلورونکو اتحادیې مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ ناسته د محرم الحرام د مياشتې په ۱۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د عدلیې رئيس مولوي عبدالوارث خليل او د یادې اتحادیې مسؤولینو او استازو په ګډون سره د عدلیې رياست په مقر کې جوړه شوه.
په یاده ناسته کې د نیمروز ولایت د عدلیې رئيس د موټر پلورونکو اتحادیې مسؤولينو سره د خبرو پر مهال ټینګار وکړ چې موټر پلورونکي باید خپل فعاليتونه د افغانستان اسلامي امارت د قوانينو مطابق ترسره کړي.
همدارنګه په یاده ناسته کې د  نیمروز د موټر پلورونکو اتحادیې مسؤولینو او استازو خپلې ستونزې شریکې کړې چې د عدلیې رياست له لوري یې د حل په موخه ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۴:۵۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د صفر‌المظفر د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په دوهمه ناحیه او درېيمه ناحیه کې د معاملاتو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۴:۴۲
Background image

د ننګرهار عدلیې رياست او استيناف محمکې ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رئيس مولوي محمد رئيس محمدي او مل پلاوي د صفر ا‌لمظفر د مياشتې ۲۴ مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د استيناف محکمې رئيس مولوي محبوب الرحمن نقشبندي او د ديوانونو له یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۴:۳۷
Background image

په کندز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د کندز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د صفر‌المظفر د مياشتې په ۲۹ مه نېټه د شنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، کندز ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۹ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو. . .

BACK TO NEWS