د نیمروز ولایت د عدلیې رئيس د خاشرود، چخانسور او کنګ ولسوالیو له مسؤولينو سره وکتل

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۶ - ۹:۳۱
.

 د نیمروز ولايت د عدلیې رئيس مولوي عبدالوارث خلیل او له هغه سره مل پلاوي، د یاد ولایت خاشرود، چخانسور او کنګ ولسوالیو ته سفر وکړ او د یادو ولسوالیو له ولسوالانو او سیمه ییزو مسؤولينو سره یې وکتل.

د دغو کتنو په ترڅ کې د نیمروز ولایت د عدلیې رئيس د یو شمېر موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي په برخه کې یې په لا زیاتې همغږۍ ټينګار وکړ.

همدارنګه د عدلیې رئيس د یادو ولسواليو د امارت د قضاياوو له مدیريتونو څخه نظارت ترسره کړ او د چارو د ښه پرمخ وړلو په موخه یې کارکوونکو ته لازمې توصیې وکړې او له هغوی څخه یې وغوښتل ترڅو د فعاليتونو راپور په خپل وخت له عدلیې رياست سره شريک کړي.

د نیمروز ولایت د عدلیې رياست د ښې همغږۍ، د شته ستونزو د لرې کولو او د کاري خنډونو له‌منځه وړلو په موخه د یاد ولایت د نورو ولسوالیو له مسؤولینو سره هم د همغږۍ ناستې جوړوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۴:۴۲
Background image

د ننګرهار عدلیې رياست او استيناف محمکې ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رئيس مولوي محمد رئيس محمدي او مل پلاوي د صفر ا‌لمظفر د مياشتې ۲۴ مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د استيناف محکمې رئيس مولوي محبوب الرحمن نقشبندي او د ديوانونو له یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۴:۳۷
Background image

په کندز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د کندز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د صفر‌المظفر د مياشتې په ۲۹ مه نېټه د شنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، کندز ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۹ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۴:۲۴
Background image

په لوګر ولایت کې د څه باندې ۱۴۰۶ جریبه امارتي ځمکې تشخيص

 د لوګر ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د صفر‌المظفر د مياشتې په ۲۳ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې د لوګر ولایت په. . .

BACK TO NEWS