د نورستان تخنیکي هیئت خپل کاري راپور د یاد ولایت له والي سره شریک کړ

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۳ - ۱۲:۴۷
.

د نورستان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت د ربیع الثاني د میاشتې په ۲۱مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت له والي سره د یوې ناستې په ترڅ کې، د نورستان ولسوالیو ته یې د خپل کاري سفر راپور له نوموړي سره شریک کړ.

په دې ناسته کې د تخنیکي هیئت رئیس او غړو د نورستان په څو ولسوالیو کې د ځمکو د بررسۍ راپور په وړاندې کولو سره، د یاد ولایت په کچه د امارتي او شخصي ځمکو د تفکیک پر اړتیا ټینګار وکړ.

په یاده ناسته کې د نورستان والي د هیئت فعالیتونه وستایل او هغوی ته یې لازمې مشورې وړاندې کړې او هم یې وویل چې تخنیکي هیئت دې د ځمکو د بررسۍ په موخه د یاد ولایت نورو ولسوالیو ته هم سفر وکړي. دغه راز نوموړي له دغه هیئت سره د ولایت د مقام له هر ډول همکارۍ څخه ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS