د ننګرهار عدليې رياست او د مارکېټونو د مالکينو اتحاديې د مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۱۷
.

 د ننګرهار ولايت عدليې رياست د روژې مبارکې مياشتې په ۲۱مه نېټه، د سه‌شنبې په ورځ په دغه ولايت کې د مارکېټونو د مالکينو اتحاديې له يو شمېر مسؤولينو سره د چارو د ښه تنظيم او پرمخ وړلو په موخه د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې چي د عدليې رياست په مقر کې ترسره شوه د یاد رياست يو شمېر نورو مسؤولينو هم ګډون درلود. په یاده ناسته کې د ننګرهار عدليې رئيس، مولوي محمد رئيس محمدي د يادې اتحاديې مسؤولينو ته توصیه وکړه چې د اتحاديې ټول فعاليتونه د اساسنامې له مخې ترسره کړي او د مارکېټونو د مالکينو ترمنځ دې همغږي او انسجام رامنځته شي.
نوموړي همدارنګه ټينګار وکړ چې د هغو استوګنيزو کورونو کرایه دې د کرايې د کنټرول کمېټې له لوري د ټاکل شوي جدول له مخې تنظيم شي چې په مارکېټونو کې موجود دي او په مارکېټونو کې موجودې ستونزې دې د مسؤولينو له لوري حل شي. 
د عدليې رئيس زياته کړه چې یاده اتحاديه بايد عدليې رياست ته په منظم ډول د خپلو فعاليتونو په اړه راپور وړاندې کړي، د اتحاديې مربوط کتابونه دې په سمه توګه وکارول شي او د عدليې رياست ورکړل شوې لارښوونې دې په جدي ډول په پام کې ونيول شي.
په ورته وخت کې د مارکېټونو د مالکينو اتحاديې رئيس ډاډ څرګند کړ چې د دې اتحادیې ټولې چارې د اساسنامې له مخې تنظيموي، د مارکېټونو د مالکينو ترمنځ به د یووالي او انسجام د پياوړتيا لپاره هڅې کوي او د عدليې رياست لارښوونې به پر خپل وخت عملي کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۴:۲
Background image

د دفاع وکالت د شپږمې دورې ورودي ازموینه واخیستل شوه؛ د مدافع وکيلانو خدمتونه ولسواليو ته پراخېږي

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د دفاع وکالت د شپږمې دورې ورودي ازموینه د دفاع وکالت د جواز د سلګونو تنو متقاضیانو په ګډون د یاد وزارت په مقر کې واخیسته.

دا ازموینه د ذوالقعدې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۸:۳۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یو شمېر عريضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، جلال آباد ښار کې د ۱۳ تنو عريضه ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۸:۳۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 په ننګرهار ولایت کې د عدلیې ریاست په مشرۍ د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې، د ذوالقعدې د میاشتې په ۹مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د جلال‌اباد ښار په دوهمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له. . .

BACK TO NEWS