د میدان وردګ ولایت له عدلیې ریاست څخه د عدلیې وزارت د پلاوي لیدنه

waheed
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۲ - ۱۵:۳۳

د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د لیدنې او څارنې په لړ کې، د عدلیې وزارت د مالي او اداري رئیس مفتي فضل هادي صاحب زاده په مشرۍ د بېلا بېلو ادارو له رئیسانو او استازو څخه جوړ یوه اته کسیز پلاوي، د ۱۴۰۰ د کب په ۲۱مه د شبنې په ورځ د میدان وردګ ولایت ته سفر وکړ.
دغه پلاوي، په سر کې د دې ولایت د عدلیې ریاست له بېلا بېلو برخو څخه کتنه وکړه او د دې ریاست د کارکوونکو د مسلکي او اداري اجراآتو څرنګوالی و څاره او وڅېړه. یاد پلاوي ددې ریاست د کارکوونکو ستونزې واوریدلی او د هغو د حل په منظور یې لازمې سپارښتنې وکړلې.
همداراز دغه پلاوي د دې ولایت د استیناف محکمې له رئیس او د ښاري محکمې له رئیس سره ناستې جوړې  کړې او له هغوی سره د امارت د قضایاوو او د حقوقو د آمریت په برخه کې د عدلیې ریاست ستونزې له هغوی سره شریکې کړې. په دې ناسته کې د عدلیې ریاست او اړوندو ادارو ترمنځ په زیاتی همغږۍ ټینګار وشو.
همداراز یاد پلاوي د میدان وردګ ولایت له والي سره وکتل او د عدلیې ریاست ستونزې یې له هغه سره شریکې کړلې. د میدان وردګ والي ژمنه وکړه چې د عدلیې ریاست ستونزو ته به رسېدنه وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS