د میدان وردګ ولایت د عدليې رئیس وپېژندل شو او په کار يې پیل وکړ.

waheed
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۶ - ۱۴:۵۷
.

د هېواد د عدليې وزیر قانونپوه فضل احمد معنوي میدان وردګ ولایت ته د یوه سفر په ترڅ کې عبدالعلي شریعتي د دغه ولایت د عدليې رئیس په توګه وپېژنده. هغه له یو دولتي پلاوي سره په دغه سفر کې د میدان وردګ ولایت نوی والي هم وپېژنده.

د عدليې وزیر د عدليې د رئیس په توګه د ښاغلي شریعتي د پېژندنې په مراسمو کې چې د دغه وزارت د اداري معین او سیمه ييزو چارواکو په حضور جوړ شوي وو، هغه ته د نوي مسوولیت د مبارکۍ ترڅنګ، د سیمه ییزو ادارو ترمنځ په لازیاتو همغږیو باندې ټینګار وکړ او ويې ویل چې د عدليې وزارت پام ولایتونو ته زیات دی.

د میدان وردګ ولایت د عدليې رئیس هم د عدليې وزارت له رهبرۍ څخه د مننې ترڅنګ، ژمنه وکړه چې د دغه ریاست د لازیات اغېزمنتوب په لاره کې به جدي هڅه وکړي.

.

ښاغلي معنوي د سیمه ییزو ارګانونو د ادارې، د اقوامو او قبایلو د وزارت  او د میدان وردګ د ولایتي شوری له چارواکو سره په دغه سفر کې ښاغلی لونګ فیضان يې د میدان وردګ ولایت د نوي والي په توګه وپېژنده.

هغه د ښاغلي فیضان پېژندنې پرمهال هغه ته د ولایت د منصب د مبارکۍ ترڅنګ وویل چې مونږ باید هڅه وکړو ترڅو خپلو خلکو ته د خدمت وړ وګرځو او د کاري دورې په پای کې خلکو ته د خدمت په لاره کې ښې لاسته راوړنې ولرو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۱۴
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۹مه نېټه د پنجشنبې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۴
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د پکتیکا ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۸مه نېټه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۰:۰
Background image

د عدلیې وزارت په انګړ کې د اسلامي امارت د فتحې او بریا د پنځمې کلیزې په مناسبت د سپینو بیرغونو پورته کول

 عدلیې وزارت د اسلامي امارت د فتحې او بریا د پنځمې کلیزې په مناسبت، د دغه وزارت په انګړ کې د اسلامي امارت سپین بیرغونه پورته کړل.

دا بیرغونه چې یو لوی او نور متوسط بیرغونه په کې شامل. . .

BACK TO NEWS