د میدان وردګو د عدلیې ریاست او د ځمکو او ښارجوړولو ریاست ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

waheed
شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۴ - ۱۵:۶

د میدان وردګو د عدلیې ریاست او د ځمکو او ښارجوړولو ریاست ترمنځ د همغږۍ ناسته، د ۱۴۰۰ د کب په ۹ د دوشنبې په ورځ د دې ولایت د عدلیې ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوه.

په دې ناسته کې، د میدان وردګو د عدلیې رئیس، د ځمکو او ښارجوړولو رئیس، د امارت د قضایاوو آمر، مسلکي غړیو او د ځمکو او ښارجوړولو د ریاست مدیرانو ګډون درلود.

په دې ناسته کې ګډون والو تر دعوي لاندې د امارتي غصب شویو ځمکو په اړه بحث وکړ او نظرونه یې تبادله کړل او همداراز د ځمکو او ښارجوړولو د ادارې لخوا د رالېږل شویو څلورو جلدو دوسیو په اړه خپل نظریات له عدلیې ریاست سره شریک کړل او په دې برخه کې لا زیاته همغږي رامنځته شوه.

همداراز په دې ناسته کې، د امارتي غصب شویو ځمکو په اړوند د دوسیو د رسیدګۍ او د اسلامي امارت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي په منظور د میدان وردګ ولایت د عدلي او قضايي ارګانونو ترمنځ د همغږۍ د غونډو په جوړېدو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۵:۵۰
Background image

د پکتيا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۴ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د پکتيا ولایت د عدلیې رئیس مولوي فاتح الله فاتح په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۰:۸
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د کورنيو چارو وزارت د ارشد امنيتي معينيت ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس، مولوي جان محمد «محمد طلحه» د کورنيو چارو وزارت دامنيتي ارشد معينیت، د کابل ولایت امنيه قوماندانۍ او د جنايي تحقیقاتو عمومي ریاست له مسؤولینو سره د جلا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۹:۵۵
Background image

په پنجشیر ولايت کې د ۴۲ جریبه ځمکې بررسي کېدل

 د پنجشیر ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د صفرالمظفر د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.

تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د. . .

BACK TO NEWS