د میدان وردک ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه
د میدان وردک ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته، د ذوالقعدې د میاشت په ۸ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او پریکړه په کې وشوه چې د جغتو د غوزبي، ګلپرک او د حصه اول بهسود د لاډو دښتې ساحې او نور موضوعات چې په یو وخت کې د تخنیکي هیئت او د استیناف محکمې تر بررسۍ لاندې دي، د دواړو بنسټونو په همغږۍ حل او فصل شي او د تمیز محکمې او یا د ادارو تر کار لاندې موضوعات له مرکزي کمېسیون سره شریک کړل شي.
په دغې ناسته کې، مرکز بهسود ولسوالۍ کې د ۳۲ جریبه ځمکو موضوع هم بررسي شوه او مشخصه شوه چې مدعا بها ځمکه ۳۲ نه بلکه ۱۹۸ جریبه ده. یاده دعوا اوس مهال د کوه بند پر ټولو سیمو روانه ده چې ۳۹۳۰ جریبه ځمکه په کې شامله ده او هیئت پرې څېړنې پيل کړي دي.
په همدې توګه په دغې ناسته کې د وردک د پوهنتون راپور چې ۵.۵۶ جریبه ځمکه رانغاړي وروستی شو او پریکړه وشوه چې مرکزي کمېسیون ته واستول شي او یو هیئت هم تعیین شو ترڅو په ساحه کې د کادستر ۲۹۲۶ ټوټې متصرفینو ته استعلام وویشي او یو بل هیئت د سید آباد ولسوالۍ په شیرازي بابا کې د وقفي ځمکو د بررسۍ په منظور تعیین شو ترڅو ساحې ته په سفر سره یاده شوې ځمکه بررسي کړي.
