د میدان وردک ولایت د عدلیې ریاست له لوري د یو شمېر عریضې لیکوونکو ارزونه

hakeem_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۳۰ - ۱۱:۴۰
.

د میدان وردک ولایت عدلیې ریاست۱۹ تنه عریضه لیکوونکي د ربیع الثاني میاشت په ۲۴ نېټه د شنبې په ورځ ددغه ولایت په مرکز کې ارزیابي کړل.

د میدان وردک ولایت د عدلیې رییس مولوي مطیع الحق عثماني ددغې ارزیابې په لړ کې وویل چې، ددغې ارزیابۍ موخه خلکو ته د خدمتونو وړاندې کول او خپلو مسوولیتونو ته د عریضې لیکوونکو متوجې کول دي.

.

دغه راز په یاده ارزیابۍ کې ددغه ولایت د عدلیې ریاست د عریضې لیکوونکو له پاره د حقوقي عریضې د لیکلو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.

په یاده پروسه کې ۱۹ تنو عریضه لیکوونکو ګډون درلود چې له هغوی څخه ۱۲ تنو ارزونه په بریالیتوب سره تېره کړه او ۷ تنه نور بریالي نشول.

.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۵:۷
Background image

په کندز ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 په کندز ولایت کې د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د محرم‌الحرام د مياشتې په ۱۳ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۴:۵۸
Background image

د کنړ ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د کنړ ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د محرم‌الحرام د مياشتې په ۱۳ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي روح الله روحاني په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۴:۵۲
Background image

د بغلان ولایت د عدلیې ریاست او مستوفیت ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

 د بغلان ولایت د عدلیې ریاست او مستوفیت ترمنځ د همغږۍ ناسته د محرم‌الحرام د میاشتې په ۱۲مه نېټه، د سه‌شنبې په ورځ د عدلیې ریاست په مقر کې ترسره شوه.  
په دې ناسته کې د عدلیې رئيس مولوي. . .

BACK TO NEWS