د میدان وردک ولایت د عدليې ریاست او د استیناف محکمې د ریاست ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

waheed
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۱ - ۱۲:۴۹
..

د میدان وردک ولایت د عدليې ریاست او د دغه ولایت د استیناف محکمې د ریاست ترمنځ د همغږۍ ناسته د ربیع اولاول میاشتې په ۱۶ نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت د استیناف محکمې په ریاست کې جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، د عدليې له ریاست څخه د عدليې رییس مولوي مطیع الله عثمان، د امارت د قضایاو امر، د حقوقي مرستو امر او د دغه ولایت مسلکې غړو ګډون کړی وو.

1

په یاده ناسته کې د دوو ادارو تر منځ د شته ستونزو او د هغو د حل لارو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

په پای کې دواړو لورو ژمنه وکړه چې د کارونو ښه ترسره کولو په منظور د دواړو ادارو ترمنځ به لا همغږي رامنځ ته کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS