د معاملو د لارښوونې او د عریضې لیکنې د جواز له صادرولو څخه د ۱.۳ میلیونو افغانیو عوایدو راټولول

waheed
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۶ - ۱۳:۳۹

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د انسجام لوی ریاست د تېرې یوې میاشتې په بهیر کې ۱۲۶ تنو غوښتنکو ته د معاملو د لارښوونې او د عریضې لیکنې د فعالیت جواز صادر کړی دی او له دې لارې یې څه د پاسه ۱.۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

په دې موده کې د معاملو د لارښوونې ۸۶ دفترونو ته جواز لیکونه صادر شوي دي چې له دې جملې څخه ۳۱ جواز لیکونه تمدیدي او ۵۵ یې نوي جواز لیکونه دي.

همدا راز دغه ریاست ۴۰ تنو نورو غوښتنکو ته د عریضې لیکنې د فعالیت جواز لیکونه صادر کړي دي چې له دې جملې څخه ۳۵ جواز لیکونه نوي او ۵ نور یې تمدیدي دي.

هغه ټول عواید چې د د غو جواز لیکونو له صادرولو او د سرغړونو په دلیل د معاملو د لارښوونې له دفترونو څخه تر لاسه شوي دي ۱ میلیونو ۳۳۷ زره ۹۰۵ افغانۍ دي چې د اسلامي امارت خزانې ته تحویلې شوي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۱
Background image

د غزني د عدليې رياست او ښاروالۍ ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

 د غزني د عدليې ریاست او ښاروالۍ ترمنځ د همغږۍ ناسته د صفر‌المظفر د میاشتې په ۶مه نېټه، د سه‌شنبې په ورځ، د دواړو ریاستونو د رئیسانو او اړوندو مسؤولینو په ګډون د ښاروالۍ په مقر کې ترسره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۳:۵۴
Background image

په هلمند ولایت کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

د هلمند ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د صفرالمظفر د مياشتې په ۷مه نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په ناوې ولسوالۍ کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۲:۲۷
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د صفر‌المظفر د مياشتې په ۱۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د. . .

BACK TO NEWS