د مدافع وکیلانو عالي کمېسیون په محکمو او امنیتي نهادونو کې د مدافع وکیلانو ستونزې بررسي کړې

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۳ - ۱۴:۲۸
.

 د مدافع وکیلانو د عالي کمېسیون درېیمه غونډه د رجب المرجب د میاشتې په ۱۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د سترې محکمې د نظامي معین مولوي خیرجان خیرخواه او د یاد نهاد د دارالانشاء رئیس مفتي عبدالرشید سعید، د عدلیې وزارت د انسجام او د مدافع وکیلانو د رئیسانو، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست، د ملي دفاع وزارت، د زندانونو د چارو د ادارې، د استخباراتو، د کابل د امنیې قوماندانۍ د استازو او د کمېسیون د نورو غړو په ګډون د عدلیې وزارت په مقر کې ترسره شوه.

دغه ناسته د کلام الله مجید د آیتونو په تلاوت سره پیل شوه او ورپسې د عدلیې وزیر د خپلو خبرو په ترڅ کې د مدافع وکیلانو د اړوندو چارو د لاښه انسجام په موخه د ذیربطو ادارو پر همغږۍ ټینګار وکړ. نوموړي وویل چې مدافع وکیلان د یوې شفافې پروسې په ترڅ کې جواز ترلاسه کوي او اړتیا ده چې قضایي او امنیتي ارګانونه له هغوی سره قضیو ته د رسیدنې په بهیر کې همکاري وکړي.

په دې ناسته کې په محکمو او امنیتي نهادونو کې د مدافع وکیلانو او حقوقي مساعدینو ستونزې بررسي شوې او د دغو ستونزو د لرې کولو په برخه کې د همکارۍ او همغږۍ پر اړتیا ټینګار وشو.

دغه راز په یاده ناسته کې په ذیربطو ادارو کې د مدافع وکیلانو د انسجام طرزالعمل د تطبیق په اړه بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه او پرېکړه وشوه چې یادې ادارې دې دغه طرزالعمل په بشپړ ډول تطبیق کړي ترڅو د مدافع وکیلانو او د هغوی د مؤکلینو له سرګردانۍ څخه مخنیوي وشي.

در این نشست همچنین در مورد تطبیق طرزالعمل انسجام وکلای مدافع در ادارات ذیربط بحث و تبادل نظر صورت گرفت و فیصله شد که ادارات مذکور این طرزالعمل را به صورت کامل تطبیق کنند تا از سرگردانی وکلای مدافع و مؤکلین آن‌ها جلوگیری صورت گیرد.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

د عدلیې وزیر د کابل د ځینو خصوصي روغتونونو له مسؤولینو سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د ذوالقعدې میاشتې په ۲۵مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ په کابل کې د یو شمېر فعالو خصوصي روغتونونو له مسؤولینو سره په خپل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۵۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د معاملاتو لارښوونې د اصولو او طرزالعمل مطابق د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر خيريه بنسټونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د خیریه بنسټونو له ۲ دفترونو څخه. . .

BACK TO NEWS