د مدافع وکیلانو د (۴۳) درې څلويښتمې دورې د ارزونې خبرتیا!

hakeem_admin
.

د مدافع وکیلانو د ریاست له مخکنۍ خبرتیا سره سم د مدافع وکیلانو د ارزونې بهیر د روان کال په لړم میاشت کې پای ته رسیدله؛ خو د مدافع وکیلانو د غوښتنې پر اساس دغه بهیر د څلورو نورو دورو له پاره تمدید شوی دی چې د روان کال د کب میاشت پورې به دوام ومومې.

د یادې ارزونې دوه دورې د لیندې په ۲۲ او مرغومي په ۲۰ نېټو تېرې شوي او راتلونکې دوره یې په سلواغې میاشت کې جوړیږي.

پردغه اساس هغو مدافع وکیلانو ته چې تر دې دمه له دغه بهیر څخه پاتې خبر ورکول کیږي چې (۴۳) درې څلويښتمې دورې کې د نوم لیکنې له پاره چې ټاکل شوې د سلواغې میاشت ۲۵ نېټه جوړیږي د عدليې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست اداري مدیریت ته مراجعه او نوم لیکنه وکړي.

د یادولو وړ ده چې ددغې دورې د نوم لیکنې وروستی نېټه د سلواغې میاشت ۲۴ نېټه ټاکل شوی ده.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۴:۱۰
Background image

د افغانستان د خصوصي روغتونونو د اتحادیې د ریاست د پُست لپاره د نوم لیکنې په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

 د هېواد د یو شمېر خصوصي روغتونونو مسؤولینو په دې وروستیو کې له عدلیې وزارت څخه په یوه رسمي غوښتنلیک کې د خصوصي روغتونونو د اتحادیې د جوړېدو غوښتنه کړې ده چې د دغه وزارت اړوندې برخې . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د دفاع وکالت د ورودي ازموينې د شپږمې دورې د پایلو اعلام

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د دفاع وکالت د شپږمې دورې ورودي ازموینه د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د ثور (غويي) د میاشتې په ۱۵مه نېټه د ۶۹۸ تنو په شرایطو برابرو متقاضیانو په ګډون . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۰
Background image

د عدلیې وزارت د دوو مرکزي ریاستونو د انتقال په اړه د یاد وزارت خبرتیا

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د کابل د امارت د قضایاوو ریاست ټولو مراجعینو ته خبر ورکول کېږي، چې د حقوقي مرستو ریاست د دارالامان په سیمه کې د عدلیې وزارت له مرکزي ساختمان څخه د . . .

Back to announcements