د مدافع وکیلانو د ارزونې بهیر د ۵۹ دورې په اړه د عدليې وزارت خبرتیا

barekzai_admin
.

د هېواد په کچه ټولو مدافع وکیلانو ته خبر ورکول کېږي چې د مدافع وکیلانو ریاست د ربیع اوالاول د میاشتې په ۱۴مه نېټه چې د وږي (سنبلې) د میاشتې له ۱۶ نېټې سره سمون خوري د یکشنبې په ورځ، د ۱۴ تنو نورو مدافع وکیلانو ارزونه د هغوی د جواز لیکونو د نوي کولو په منظور پیلوي.

له همدې امله هغه مدافع وکیلان چې پخوا یې د ارزونې په بهیر کې د ګډون لپاره خپل غوښتنلیکونه د مدافع وکیلانو د ریاست اداري مدیریت ته سپارلي دي، له لاندې جدول سره سم د نوملړ د پرله پسې شمېرې پر بنسټ د سهار ۹ بجې د عدلیې وزارت د مسلکي معینیت د ودانۍ مقر ته حاضر شي.

دغه راز په ټاکل شوې ورځ د مدافع وکیلانو شتون حتمي او لازمي دی او د ازموېنې په صحن کې د غیابت او نه حاضرېدو په صورت کې  هغوی ته دوه ېم چانس نه ورکول کېږي.

محترم وکیلان دې خبر وي.

د ۵۹ دورې د مدافع وکیلانو نوملړ په لاندې ډول دی.

.

 

Latest announcements

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۱
Background image

د دفاع وکالت د شپږمې دورې د ورودي ازموینې د اخیستو په هکله د عدلیې وزارت خبرتیا

 د دفاع وکالت هغو غوښتونکو ته چې مخکې له دې یې د دفاع وکالت د شپږمې دورې د ورودي ازموینې تېرولو لپاره نوم لیکنه کړې او نومونه یې په وروستي فهرست کې شامل دي خبر ورکول کېږي چې د دفاع . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۰:۲۳
Background image

د دفاع وکالت د ورودي ازموینې لپاره د نوم‌لیکنې د مودې د تمدید په هکله د عدلیې وزارت خبرتیا

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د دفاع وکالت د جواز ټولو متقاضیانو ته خبر ورکوي چې د وروستیو بارانونو او سېلابونو او د لویو لارو د بندېدو له امله، د دفاع وکالت د شپږمې دورې ورودي ازموینې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۲:۵۱
Background image

د مدرسة العدالة د درسونو د پیل په هکله د عدلیې وزارت خبرتیا

د دیني علومو د زده کړو ټولو مینه‌والو ته خبر ورکول کېږي چې د عدلیې وزارت اړوند د مدرسة العدالة د دیني درسونو د دورو او درجو لپاره نوم‌ لیکنه پیل شوې او جریان لري.

د عدلیې وزارت مدرسة . . .

Back to announcements