د مدافع وکیلانو د ارزونې بهیر د ۵۲ دورې په اړه د عدليې وزارت خبرتیا

hakeem_admin
.

د هېواد په کچه ټولو مدافع وکیلانو ته خبر ورکول کېږي، د مدافع وکیلانو ریاست د شوال المکرم د میاشتې په ۲۸ چې د غویي د میاشتې له ۱۸ نیټې سره سمون خوري د سه شنبې په ورځ، د ۸ تنو نورو مدافع وکیلانو ارزونه د هغوی د جواز لیکونو د نوي کولو په منظور پیلوي.

له همدې امله هغه مدافع وکیلان چې پخوا یې د ارزونې په بهیر کې د ګډون لپاره خپل غوښتنلیکونه د مدافع وکیلانو د ریاست اداري مدیریت ته سپارلي دي، له لاندې جدول سره سم د نوملړ د پرله پسې شمېرې پر بنسټ د سهار له ۸:۳۰ بجو څخه د غرمې تر ۱۲:۳۰ بجو پورې د عدلیې وزارت د مسلکي معینیت د ودانۍ مقر ته حاضر شي.

دغه راز په ټاکل شوې ورځ د مدافع وکیلانو شتون حتمي او لازمي دی د ازموېنې په صحن کې د غیابت او نه حاضرېدو په صورت کې دوه ېم چانس نه ورکول کېږي.

محترم وکیلان دې خبر وي.

د ۵۲ دورې د مدافع وکیلانو نوملړ په لاندې ډول دی.

فهرست متقاضیان ارزیابی وکلای مدافع
شماره اسم و تخلص ولد شماره  جواز  دوره امتحان نتیجه امتحان ملاحظات
1 محمدباقر ابراهیم پور ابراهیم ۴۱۸۰ پنجاه و دوم    
2 شیراحمد عبدالشکور   پنجاه و دوم    
3 سراج احمد حاجی لعل محمد مساعدحقوقی پنجاه و دوم    
4 معراج الدین حسام الدین مساعدحقوقی پنجاه و دوم    
5 محمدیوسف محمداسماعیل مساعدحقوقی پنجاه و دوم    
6 سیدحسیب الله  سید نورحسین مساعدحقوقی پنجاه و دوم    
7 صفی الله محمدی آکه ملا ۳۶۶۱ پنجاه و دوم    
8 مولوی عبدالاحد لعل محمد مساعدحقوقی پنجاه و دوم    

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۳:۵۱
Background image

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمانونو دوهمه ټولګه چاپ او خپره شوه

د اسلامي امارت، عدلیې وزارت د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمانونو دوهمه ټولګه چاپ او خپره کړه.

په دې ټولګه کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ۱۵ فرمانونه چې په ۱۴۴۶ هجري . . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۱:۶
Background image

د خدماتو وړاندې کولو په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

بسم الله الرحمن الرحیم

عدلیې وزارت، خپلو ټولو مراجعینو ته ډاډ او اطمینان ورکوي چې په دې وزارت کې ټول کارونه د اصولو او قوانینو مطابق په ټاکلي وخت ترسره کېږي او هېڅ ډول واسطه یا شخصي . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۹:۴۷
Background image

د دفاع وکالت د ستاژ د نوم‌لیکنې د پیل په اړه د عدليې وزارت خبرتیا

 د اسلامي امارت د عدليې وزارت د دفاع وکالت هغو متقاضیانو لپاره چې د جواز ترلاسه کولو په موخه یې د دفاع وکالت ورودي ازموینه په بریالیتوب سره پای ته رسولې ده او کاري تجربه نه لري، ډېر ژر . . .

Back to announcements