د مدافع وکیلانو د (اتحاديې د تأسیس) کنفرانس د تعلیق خبرتیا!

waheed
شنبه ۱۴۰۱/۷/۲۳ - ۱۵:۱۶
..

په خواشینئ سره د عدليې وزارت اړوند مدافع وکیلانو ته خبر ورکوي چې د مدافع وکیلانو د اتحاديې د جوړولو کنفرانس چې د تلې په ۲۷-۲۸ نېټو ټاکل شوی وو وځنډول شو، ځکه چې د جواز لرونکو مدافع وکیلانو کافي شمیر شتون نه درلود  چې په کنفرانس کې د ګډون له پاره لیوالتیا څرګنده کړي. له همدې امله، د مدافع وکیلانو اتحاديې د جوړولو دا کنفرانس تر هغه وخت وځنډول شو تر څو چې د جواز لرونکو مدافع وکیلانو ترمنځ د یوې داوطلبانه او خپلواکه اتحادیې په جوړولو کې پوره لیوالتیا شتون ولري.

د افغانستان د اسلامي امارت د عدليې وزارت ژمن دی چې د جواز لرونکو مدافع وکیلانو د مسلکي ګټو د ودې په موخه د مدافع وکیلانو د یوې خپلواکې اتحاديې جوړیدو ملاتړ وکړي او جواز لرونکي مدافع وکیلان وهڅوي تر څو هغوی ته د اتحاديې په رامنځ ته کولو کې لېوالتیا وښيي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

د عدلیې وزیر د کابل د ځینو خصوصي روغتونونو له مسؤولینو سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د ذوالقعدې میاشتې په ۲۵مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ په کابل کې د یو شمېر فعالو خصوصي روغتونونو له مسؤولینو سره په خپل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۵۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د معاملاتو لارښوونې د اصولو او طرزالعمل مطابق د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر خيريه بنسټونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د خیریه بنسټونو له ۲ دفترونو څخه. . .

BACK TO NEWS