د مدافع وکیلانو داتحادیې دتأسیس خبرتیا!

waheed
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۲ - ۱۱:۶
2

د مدافع وکیلانو د انسجام د کړنلارې د ۵۶ ماد ې سره سم، مدافع وکیلان د خپلو مادي او معنوي حقوقو د تأمین په منظور کولای شي د اړوندو سندونو له حکمونو سره سم، اتحادیه جوړه کړي.

دې ته په پام سره چې د مدافع وکیل شتون په هر ډول مدني، تجارتي او جزایی قضیو کې نه یواځې دا چې اړین دی بلکې د عدالت د پلي کولو بنسټ هم ګڼل کېږي.

د شرعي او قانوني احکامو د ښه تطبیق، د عدالت د ټینګښت او د مدافع وکیلانو د  گټو د خوندیتوب په موخه، جواز لرونکي مدافع وکیلان تشویقیږي تر څو خپلواکه او داوطلبانه اتحادیه تاسیس کړي.

نوموړې اتحادیه به د تلې (میزان) میاشتې په ۲۷ او ۲۸ نېټو په کابل کې د یو کانفرانس په ترڅ کې جوړیږي. نو په همدې موخه ټولو قدرمنو مدافع وکیلانو ته چې د عدلیې وزارت نه ېې جواز ترلاسه کړی وي، په ډیر درناوي غوښتنه کېږي او همدرنګه تشویقیږي چې په یاد کنفرانس کې ګډون وکړي او خپل مسلکي او وظیفوي مسوولیت په ښه ډول ترسره کړي.

د کنفرانس د پام وړ متوقع اهداف:

  • د یوخپلواکه او داوطلبانه اتحادیې په تاسیس توافق کول
  • د کانفرانس په جریان کې د اتحادیې د اساسنامې مسوده جوړول.
  • د مؤسسینو انتخاب
  • د مؤسسینو لخوا د اتحادیې د رئیس او رهبري شوری ټاکل، پداسې ډول چې رئیس او د رهبري شوری به د مؤسسينو غړو له منځه ټاکل کیږي.
  • د اتحادیې د راتلونکې په اړوند د حق الشمول، حق العضویت، د کمیټو ایجادولو په شمول په دوامداره حقوقی زده کړو او مسلکي پراختیایې برنامو بحث کول.

نوټ: لدې چې دا اتحادیه  دمدافع وکیلانو  دګټو د خوندي ساتلو په منظور جوړیږي، نو کنفرانس کې ګډون داوطلبانه دی. ایدلو د ترانسپورت او اوسیدنې لګښتونه نه ورکوي او یاد لګښتونه باید مدافع وکیلان پخپله پرې کړي تر څو هر مدافع وکیل اړوند د قانون حاکمیت او مسلکی مسوولیت په ښه ډول ترسره کړي.د یادولو وړ ده چې ایدلو یوازې کانفرانس پورې مربوط ټول لګښتونه برابروي.

ټول مدافع وکیلان كولای شي چې لاندې شمیرو سره د تلې (میزان) میاشتې تر۲۰مې نېټې په تماس او د خپل ګډون په هکله موږ ته اطمینان راکړي.

د کنفرانس نه د مخه، د کنفرانس د ځای (محل تدویر) په هکله لاندې شمېرو سره د تماس په صورت کې به معلومات  درکړل شي.

د اریکو  شمیرې: ۷۴۴۳۲۱۳۱۴& ۰۷۸۴۲۶۴۰۰۷

نوټ: محترمو مدافع وکیلانو ستاسو اړیکو ته یوازې د رسمي ورځو د سهار له ۸:۳۰ څخه د غرمې تر ۳:۳۰ پورې د  تلې میاشتې تر ۲۰ نېټې پورې ځواب ورکول کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

په کابل کې د کورونو د کرایې نرخ د څرنګوالي په تړاو د معاملاتو لارښوونې ۴۳ دفترونه بررسي شول

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې توظیف شویو ټیمونو د کورونو د کرايې د کنټرول په موخه په تېرې یوې اوونۍ کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحيو کې د معاملاتو لارښوونې ۴۳ دفترونه او یو شمېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۵
Background image

د پنجشیر ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پنجشیر ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۲۳مه نېټه، د یکشنبې په ورځ د پنجشیر ولایت د عدلیې رئیس قاري شکرالله احمد په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۳:۵۴
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 په ننګرهار ولایت کې د یاد ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې، د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۲۶ مه نېټه د چهار‌شنبې په ورځ، د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحيه کې د. . .

BACK TO NEWS