د لوګر ولایت له عدلیې ریاست څخه لیدنه

waheed
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۵ - ۱۶:۲
.

د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د کتنې او څارنې په لړ کې، دا ځل د عدلیې وزارت د مالي او اداري چارو د رئیس ښاغلي مفتي فضل هادي«صاحب زاده» صاحب په مشرۍ د بېلا بېلو ادارو له رئیسانو او استازو څخه جوړ اته کسیز یوه پلاوي لوګر ولایت ته سفر وکړ.

دغه پلاوي، په لومړي سر کې د لوګر ولایت د عدلیې ریاست له کارکوونکو سره ناسته ترسره کړه او وروسته یې د دغه ولایت د عدلیې ریاست بېلا بېلې برخې وکتلی او وڅارلی. یاد پلاوي ددې ریاست د کارکوونکو ستونزې واورېدی او د حل په منظور یې هغوی ته ډاډ ورکړ.

720

نوموړي پلاوي د زیاتی همغږۍ په منظور د دې ولایت د عدلیې رئیس په حضور کې د لوګر ولایت د استیناف محکمې له رئیس مولوي روح الله«عبدالسلام» سره ولیدل، او د چارو د همغږۍ او چټکتیا په منظور نظریات او وړاندیزونه یې  یو له بل سره شریک کړل.

720

یاد پلاوي همداراز د لوګر ولایت د والي له مرستیال مولوي انعام الله سره وکتل او له نوموړي سره یې د عدلیې ریاست اړوندې امنیتي ستونزې شریکې کړې. د والي مرستیال وعده وکړه چې ډېر ژر به د لوګر ولایت د عدلیې ریاست د ساتنې لپاره پنځه تنه امنیتي ساتونکي وټاکي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS