د لغمان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوی د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل
د لغمان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شوال میاشت په ۱۲ نېټه د سه شنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.
په دغې ناسته کې، لومړی د تېرې ناستې له پریکړو څخه بیاکتنه وشوه او ورپسې یاد هیئت د قرغه یي ولسوالۍ په سرخکان ښارګوټي کې د شنې ساحې له پاره د ځانګړې شوې ۷۳۹ متر مربع امارتي ځمکې په اړه چې د تېلو ټانک پرې جوړ شوی، بحث وکړ او د قضیې مدعی او مدعی علیه يې وغوښتل. یاد هیئت د دواړو لورو سندونه بررسي کړل او هغوی ته یې ډاډ ورکړ ترڅو په راتلونکي کې یو پر بل تعرض و نه کړي او له هغوی څخه یې استحضاري هم واخیستله.
تخنیکي هیئت د ختیځ شهرنو د دوه تنو حقوقي دوسیه چې په ۵ بسوې ځمکې شخړه لري او د محکمې له لوري دغه هیئت ته راجع شوې، بررسي کړل. یاد هیئت د قضیې د دواړو لورو سندونه بررسي کړل او د هغوی خبرې یې واوریدلې او له دې کبله چې په دغې دوسیه کې ځیني ضد او نقیض معلوماتو شتون درلود، یو ټیم توظیف شو ترڅو موضوع او ساحه بررسي کړي او راپور یې وړاندې کړي.
دغه را په یاده ناسته کې د متصرفینو لخوا د دوو اشخاصو د لوړپوړیزې ودانۍ د ځمکې د تخلیې په اړه بحث وشو او لازم تصمیمونه ونیول شول.
