د لغمان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه
د لغمان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته، د ذوالقعدې د میاشتې په ۲۲ نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په امارتي ځمکو کې د یو شمېر اشخاصو د نویو تصرفاتو په اړه په کې خبرې وشوې او د امنیه قوماندانۍ استازي ته لارښوونه وشوه چې د امنیتي مسؤلینو په واسطه د نويو تصرفاتو مخنیوی وکړي.
یاد هیئت هغو اشخاصو له پاره چې په 6R ساحه کې هغوی ته نمرې ویشل شوي خو امنیتي لوا د امنیتي حریم په نوم د هغوی د تصرفاتو مانع کیږي، وکتل او خبرې وکړې.
هغوی خپل قانوني سندونه هیئت ته وړاندې کړل او ویې ویل چې تېر نظام کې په قانوني ډول هغوی ته له ۸۰۰ ورکړل شوو نمرو څخه یوازې ۲۰۰ نمرې ویشل شوي او دغه لوا د ۶۰۰ نورو نمرو د ویشلو مخنیوی کوي.
تخنیکي هیئت پریکړه وکړه چې په راتلونکې ناسته کې د خالد بن ولید قول اردو استازی وغوښتل شي او دغې برخه کې لازم تصمیم ونیول شي.
