د لغمان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۴ - ۱۱:۵۹
.

د لغمان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د میاشتې په ۱۶ نېټه د سه شنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په کې د ارزاقو مدیریت اړوند د ګدام سنګي ځمکې په اړه د ارزاقو د مدیر او د هغې ۱۱ بسوې ځمکې متصرف په حضور کې بحث وشو. یاد متصرف ومنله چې د هغه په تصرف کې ځمکه د ارزاقو مدیریت ملکیت دی او نوموړی چمتو دی چې ځمکه اسلامي امارت ته وسپاري او یا هغه په اجاره واخلي. یاد شوي هیئت لارښوونه وکړه چې قرار داد تنظیم شي او متصرف شخص ته ځمکه په اجاره ورکړل شي.

په دغې ناسته کې د ګدام سنګي ساحې اړوند یوه بله دوسیه هم بررسي شوه او پریکړه وشوه دا چې پر ځمکې دعوا شخصي ده، یاده دوسیه استیناف محکمې ته واستول شي.

یاد شوي هیئت د شمټيو ساحې د ۵۰ جریبه ځمکې قراردادي شخص سره وکتل چې ځايي خلک نوموړي ته پر ځمکه د کار اجازه نه ورکوي او د نوموړي ستونزې واورېدې. یاد هیئت امنیه قوماندانۍ ته لارښوونه وکړه ترڅو هغه اشخاص چې د نوموړي د کار مانع ګرځي راتلونکې غونډې ته احضار کړي.

دغه راز یاد هیئت په کرنج ساحه کې د اوبو چینې پر سر د دعوا دوسیې له یو لوري سره وکتل او یادو اشخاصو د خپلې دوسیې په اړه د پریکړې غوښتونکي شول. تخنیکي هیئت د هغوی د دوسیې په اړه معلومات وړاندې کړل، ویې ویل چې د هغوی دوسیه ډېر ژر محکمې ته استول کیږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۱:۴۵
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له يو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۱۷ مه نېټه د دو‌شنبې په ورځ د هرات ښار په اتمه ناحيه کې  د معاملاتو لارښوونې له ۱۶ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.

په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۲۵ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۱۷ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د مرکز، جلال آباد ښار په څلورمه ناحیه کې له ۲۵ دارالوکالو څخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۱:۳۵
Background image

په کونړ ولایت کې د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له یو شمېرغوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

 د کونړ ولایت د عدلیې رياست د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له ۱۱ تنوغوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموينې اخيستلو برنامه د یاد رياست. . .

BACK TO NEWS