د لغمان او کندهار ولایتونو د تخنیکي هیئتونو ناستې جوړې شوې

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۵ - ۱۵:۱۵
.

د لغمان او کندهار ولایتونو د تخنیکي هیئتونو ناستې ددغو هیئتونو د رییسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې او یادو شوو ولایتونو کې د غصب شوو ځمکو په اړه پکې بحث او د نظر تبادله وشوه.

د لغمان ولایت د تخنیکي هیئت ناسته کې په R2 ساحې کې د صنعتي پارک د ۲۹۲ جریبه غصب شوې ځمکې په اړه بحث وشو او ټینګار یې وکړ چې د مرکزي کمېسیون له لارښوونې سره سم، په دغې ساحه کې د غاصبینو او د هغوی د ودانیو د ډول لړلیک مشخص شي. دغه راز پریکړه وشوه چې د لغمان ولایت د پیژندل شوو غاصبینو شهرت په یو جدول کې جوړ او مرکزي کمېسیون ته واستول شي.

دغه راز هیئت د قرغه يي ولسوالۍ د صفوخیل ساحې د ۱۲۴.۵۵ جریبه ځمکې، د سرخکان ساحې د ۱۷۵ جریبه ځمکې، د جبار خیل قوم په تصرف کې د ۲۸۰ جریبه ځمکې او د بدني روزنې د آمریت د ۷۰ جریبه غصب شوې ځمکې په اړه هم بحث وکړ او د هغې د تثبیت او استرداد په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول.

د سرخکان د ۱۷۵ جریبه غصب شوې ساحې په اړه پریکړه وشوه چې هیئت راتلونکي ورځ ساحې ته ولاړ شي او له غاصبینو څخه قانوني سندونه وغواړي.

.

په همدې حال کې، د کندهار ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې د میرویس مېنې ساحه کې د یو جومات غصب شوې ځمکې، د پنځمې ناحیې په ظریفي مېنې ساحه کې د کانال د حریم او د دولتي ځمکې د غصب په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.

دغه راز په یاده شوې ناسته کې، د صنعتي پارک، د آریانا افغان هوايي شرکت او د راتلونکي کال د کاري پلان د موضوعاتو په اړه بحث وشو.

په یاده شوې ناسته کې، نیش ولسوالۍ کې ددوو کلونو د ویشلو په اړه هم بحث وشو او هیئت تعیین شو ترڅو معلومات راټول او له تخنیکي هیئت سره شریک کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

د عدلیې وزیر د کابل د ځینو خصوصي روغتونونو له مسؤولینو سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د ذوالقعدې میاشتې په ۲۵مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ په کابل کې د یو شمېر فعالو خصوصي روغتونونو له مسؤولینو سره په خپل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۵۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د معاملاتو لارښوونې د اصولو او طرزالعمل مطابق د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر خيريه بنسټونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د خیریه بنسټونو له ۲ دفترونو څخه. . .

BACK TO NEWS