د غزني ولایت له عدلیې ریاست څخه د عدلیې وزارت د نظارتي هیئت لیدنه او بررسي

hakeem_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۶ - ۱۱:۴۶
.

د عدلیې وزارت نظارتي هیئت د یاد وزارت د مدافع وکیلانو د رئیس مولوي سیدحبیب الحبیب په مشرۍ او د حقوقي مساعدتونو رئیس مولوي رحمت الله حقاني، د جمعیتونو او ټولنیزو بنسټونو د چارو رئیس مولوي محمد یاسین حقاني او د عدلیې وزارت د نورو مسلکي غړو په غړیتوب، د ربیع الاول د میاشتې په ۱۲ نېټې د چهارشنبې په ورځ د غزني ولایت له عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه.

یاد هیئت د غزني ولایت د عدلیې له رئیس او د دغه ریاست له کارمندانو سره وکتل او د یاد ریاست له بېلابېلو برخو څخه یې لیدنه وکړه. یاد هیئت د دغه ریاست د کارمندانو ستونزې او غوښتنې واوریدې او د هغو د حل په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.

یاد هیئت د دغه ریاست له مسؤلینو سره ژمنه وکړه چې د هغوی ستونزې به د غزني ولایت او د عدليې وزارت له مقاماتو سره شریکې کړي او د هغو د حل په برخه کې به له هیڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه و نه کړي.

یاد هیئت د غزني ولایت له والي الحاج حافظ امین الله عمري او د یاد ولایت له نورو مقاماتو سره وکتل او له هغوی سره یې په یاد ولایت کې له ځینو سیمه ییزو اداره سره د عدلیې ریاست ستونزې شریکې کړې او له عدليې ریاست سره د دغه ولایت مقاماتو او سیمه ییزو مسؤلینو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د غزني ولایت والي او د دغه ولایت نورو مسؤلینو هم د یاد ولایت د عدلیې ریاست د ستونزو د حل په برخه کې یاد هیئت ته ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۲:۵
Background image

په لوګر ولایت کې ۶ موټر پلورنځي د غيرقانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د لوګر ولایت د معاملاتو لارښوونې د دفترونو  ګډ نظارتي پلاوي د محرم‌الحرام د مياشتې په ۵مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، په دغه ولایت کې له د موټر پلورنځیو له يو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۱:۴۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې د څه باندې ۱۰۹ جریبه امارتي ځمکې تشخيص

 د ننګرهار ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د محرم‌الحرام د مياشتې په ۶مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۱:۲۹
Background image

د هرات د عدلیې رئیس له بېرته راستنېدونکو کډوالو سره د خیریه بنسټونو پر جدي همکاریو ټینګار وکړ

 د هرات ولایت د عدلیې رئیس، مولوي یار محمد جانان خادمی، د محرم الحرام د میاشتې په ۳ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د عدلیې ریاست په مقر کې د دغه ولایت د خيريه بنسټونو له یو شمېر مسؤولينو سره. . .

BACK TO NEWS