د غزني ولایت د مقام او د یاد ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي تخنيکي هيئت ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۱۳:۳۶
.

 د غزني ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنيکي هيئت د جمادي الثاني د میاشتې په ۱۳ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د  دغه ولایت له والي محترم مولوي عبدالصمد جاويد سره د ولایت د مقام په مقر کې وکتل.

په دې کتنه کې چې د تخنيکي هيئت او د ولایت د مقام ترمنځ د لا زياتو همغږيو په موخه ترسره شوه، تخنيکي هيئت د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او لاسته راوړنې یې د غزني ولایت له مقام سره شریکې کړې.

دغه راز په دې کتنه کې د غزني والي د یاد هيئت لاسته راوړنې وستايلې او د لا زياتو همکاريو ډاډ یې ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS