د غزني ولایت د عدلیې ریاست او مدافع وکیلانو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړېدل

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۰ - ۱۱:۳۲
.

د غزني ولایت له مدافع وکیلانو سره د یاد ولایت د عدلیې ریاست د همغږۍ ناسته د محرم الحرام د مياشتې په ۳ مه نېټه د سه شنبې په ورځ د عدلیې رئیس مولوي مطیع الحق عثمان په مشرۍ او د یاد ریاست نورو مسؤولینو او یو شمېر مدافع وکيلانو په ګډون سره د عدلیې رياست په مقر کې جوړه شوه.

په دې ناسته کې د عدلیې رئيس په خپلو خبرو کې د یاد ولایت له مدافع وکيلانو څخه غوښتنه وکړه ترڅو خپل فعالیتونه د اسلامي شریعت په رڼا کې ترسره کړي.

په ياده ناسته کې، مدافع وکیلانو هم خپلې ستونزې شريکې کړې چې د عدلیې ریاست لخوا ورته د حل په موخه ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS