د غزني ولایت د عدلیې ریاست او مدافع وکیلانو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۳:۳۳
.

 د غزني ولایت له مدافع وکیلانو سره د یاد ولایت د عدلیې ریاست د همغږۍ ناسته د رجب المرجب د مياشتې په ۱۲ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د عدلیې رئیس مولوي مطیع الحق عثمان په مشرۍ او د یاد ریاست نورو مسؤولینو او یو شمېر مدافع وکيلانو په ګډون سره د عدلیې رياست په مقر کې جوړه شوه.

په دې ناسته کې د عدلیې رئيس په خپلو خبرو کې د یاد ولایت له مدافع وکيلانو څخه غوښتنه وکړه ترڅو د اسلامي شریعت په رڼا کې خپل فعالیتونه ترسره کړي، له خپلو مراجعينو سره ښه سلوک وکړي او په خپلو کارونو کې له اخلاص او امانت دارۍ څخه کار واخلي.

په ياده ناسته کې، مدافع وکیلانو هم خپلې ستونزې شريکې کړې چې د عدلیې ریاست لخوا ورته د حل په موخه ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS