د غزني ولایت د عدلیې ریاست او د علماوو شورا تر منځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

د غزني ولایت د عدلیې ریاست او د یاد ولایت د علماوو شورا ترمنځ د همغږۍ ناسته د جماديالثاني د میاشتې په ۸ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د عدلیې رئیس مولوي مطیع الحق عثمان او د یاد ولایت د علماوو د شورا رئیس شیخ نيک محمد په ګډون جوړه شوه.
دې ناسته کې مولوي مطیع الحق عثمان د عدلیې رياست اړوند آمريتونو یو لړ ستونزې شريکې کړې او د حل په برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه
همداراز په دې ناسته کې د غزني ولایت د علماوو د شورا رئیس د ورته ناستو په جوړیدو ټينګار وکړ او له عدلیې ریاست سره یې د یادې شورا د لا زیاتو همکاریو ډاډ ورکړ.