د غزني ولایت د عدلیې او د زندان رياستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۸ - ۱۵:۳
.

د غزني ولایت د عدلیې رئيس مولوي مطیع الحق عثمان او له هغه سره مل پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۷ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ، د یاد ولایت د زندان له رئيس حافظ عبدالغني عادل سره وکتل او خبرې وکړې.

په یاده کتنه د غزني ولایت د عدلیې رییس د دواړه رياستونو ترمنځ پر لازياتې همکارۍ او همغږۍ باندې ټينګار وکړ او همدارنګه د یاد رياست د حقوقي مرستو آمریت، د شته یو لړ ستونزو د حل غوښتنه وکړه.

د غزني ولایت د زندان رئیس هم دغو دوو ریاستونو ترمنځ په لازیاتې همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې د یادو ستونزو د حل په برخه کې به د یاد ولایت له عدلیې ریاست سره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۲۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د روژې د مياشتې په ۱۹مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د ۱۰ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۹ دفترونه د سرغړونو او ناقانونه فعالیت له امله تړلي دي

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د  روان کال د دلوې (سلواغې) میاشتې په اوږدو کې په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې ۱. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۸۵ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي په روانه اونۍ کې، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۸۵ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.

د یاد نظارت په ترڅ کې د. . .

BACK TO NEWS