د غزني ولایت د عدلیي ریاست کارمندانو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړیدل

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۴ - ۱۳:۳۸
.

د عدلیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د غزني ولایت د عدلیې ریاست کارمندانو لپاره «د امارت د قضایاو مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه د یاد ریاست په مقر کې جوړه کړه.

د یادې زده کړه ییزې برنامې پرانیسته کې چې د ربیع‌الاول میاشتې په ۱۱ مه نېټه د شنبې په ورځ جوړه شوه، د یاد ولایت د عدلیې رئیس، د عدلیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د زده کړو او ظرفیت لوړولو آمریت ښوونکو او نورو مسؤولینو حضور درلود.

په دې زده کړه ییزه برنامه کې چې تر شپږو ورځو پورې دوام لري، د غزني ولایت د عدلیې ریاست ۲۵ تنه مسلکي کارمندانو ته د دعوا لیکنې، دفاعیې لیکنې، راپور او مکتوب لیکنې د څرنګوالي او د مفاهمې او اړیکو مدیریت په اړه زده کړې ورکړل شي.

د عدلیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د کارمندانو د ظرفیت لوړولو په موخه په منظم ډول زده کړه ییزې برنامې جوړوي ترڅو خلکو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو د لاپیاوړتیا لامل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS