د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱ - ۱۱:۱۴
.

د اسلامي امارت د عدليې وزارت د خپلو مخکنیو ارزونو په دوام، د شعبان د میاشتې په ۹ نېټه د سه شنبې په ورځ د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموینې اخیستو برنامه د دغه وزارت په مقر کې جوړه کړه.

په دغې برنامه کې چې د یاد وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونو او عریضه لیکونکو چارو ریاست له خوا جوړه شوې وه د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له ۱۶ تنو متقاضیانوڅخه ازموینه واخیستل شوه.

د عدلیې وزارت وړ کسانو ته د عریضه لیکنې د فعالیت جواز د ویشلو په منظور، وخت په وخت د عریضه لیکنې د جواز له غوښتونکو څخه په یاد وزارت کې ازموینه اخلي ترڅو وړ او با استعداده کسانو ته په اصولي او شفاف ډول جواز وویشل شي او د خلکو په کارونو کې هم آسانتیاوې رامنځته شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۸:۵۴
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ ناسته جوړیدل

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې په بېلابېلو ولایتونو کې د ځینو ښارګوټو او د لسګونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۴
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له يو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې، د جمادی‌الآخرة د مياشتې په ۴ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د هرات ښار په څلورمه ناحيه کې  د معاملاتو لارښوونې له ۹ دفترونو څخه نظارت ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۵۷
Background image

د عدلیې وزارت د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۶ دفترونه د سرغړونو او ناقانونه فعالیت له امله تړلي دي

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکوونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د  روان کال په لړم (عقرب) میاشت کې په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې ۸۵ دفترونه. . .

BACK TO NEWS