د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

hakeem_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۶ - ۱۰:۴۱
.

 د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکونکو ریاست د خپلو مخکنیو ارزونو په دوام، د رجب المرجب د میاشتې په ۴ نېټه د سه شنبې په ورځ د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموینې اخیستو برنامه د دغه وزارت په مقر کې جوړه کړه.

په دغې برنامه کې د عدليې وزارت د معاملاتو د لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو رئیس مولوي سکندر یحیی عابد او د دغه ریاست نورو مسؤولینو د ازموینې له بهیر څخه څارنه وکړه. په دغې ازموینه کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز ۴۰ تنو غوښتونکو برخه اخیستې وه.

د عدلیې وزارت وړ کسانو ته د عریضه لیکنې د فعالیت جواز د ویشلو په منظور، وخت په وخت د عریضه لیکنې د جواز له غوښتونکو څخه په یاد وزارت کې ازموینه اخلي ترڅو وړ او با استعداده کسانو ته په اصولي او شفاف ډول جواز وویشل شي او د خلکو په کارونو کې هم آسانتیاوې رامنځته شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۱:۴۲
Background image

په باميان ولایت کې د کابو ۴۸۰۰ جریبه ځمکې بررسي کېدل

 د باميان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي تخنيکي هيئت ناسته، د محرم‌الحرام د مياشتې په ۴مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د یاد هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

په کندز ولايت کې د ۲۰۰ جریبه امارتي ځمکې تشخیص کېدل

 د کندز ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي تخنيکي هيئت ناسته د محرم‌الحرام د مياشتې په ۳مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د ياد هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه کړه.
تخيکي هيئت په دې ناسته کې په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۱:۱۸
Background image

په بلخ ولایت کې د ۱۶۵۴ جریبه ځمکو د دوسیو بررسي کېدل

 د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د محرم‌الحرام د مياشتې په ۳ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هیئت رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې د چمتال ولسوالۍ. . .

BACK TO NEWS