د عدلیې وزیر په کابل کې د امارتي غصب شویو ځمکو د تثبیت بهیر پر چټکتیا ټینګار وکړ

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۸ - ۱۲:۴۷
.

 د اسلامي امارت د عدليې وزیر، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رئیس او د اراضۍ او د امارتي ځمکو د استرداد وزارت وارسي کوونکی محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د کابل ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت سره په لیدنه کې په کابل کې د غصب شويو ځمکو د تثبیت او تشخیص بهیر پر چټکتیا ټینګار وکړ.

یاده لیدنه د ذی‌الحجې په ۱ نېټه د پنجشنبې په ورځ د عدليې وزارت په مقر کې ترسره شوه او د امارت د قضایاوو عمومي رئیس او د کمېسیون سکرتر محترم مولوي احسان الله وثیق، د کابل د تخنیکي هیئت رئیس محترم مولوي جان‌محمد حمزه، د دغه هیئت غړو او د کابل ولایت مقام استازي په‌کې ګډون درلود.

د اسلامي امارت د عدليې وزیر په خپلو خبرو کې وویل چې د ځمکو د غصب اړوند موضوعات په کابل کې زیات دي او له همدې امله زیات کار ته اړتیا لري. نوموړي ټینګار وکړ چې چارې باید په چټکۍ سره پر مخ ولاړې شي او له موجودو امکاناتو څخه اغېزمنه ګټه پورته شي.

هغه همداراز توصیه وکړه چې ټول مسؤولین باید مسؤولیت پېژندونکي وي، په خپلو چارو کې اخلاص او صداقت ولري او یوازې د الله تعالی د رضا لپاره کار وکړي.

له بلې خوا، د کابل ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت رئیس هم په دې ناسته کې وویل چې هڅه کوي سپارل شوي مسؤولیتونه په ښه توګه تر سره کړي او ډاډ یې ورکړ چې د هیئت کاري چارې به چټکې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان معرفي شول

 د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان چې د یاد وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د عدلیې وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي او نورو مسؤو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۳:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له ۱۱ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي. . .

BACK TO NEWS