د عدلیې وزیر په هېواد کې د قانون جوړونې د بهیر پر چټکتیا ټینګار وکړ

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۱۴:۲۸
.

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د ۴۱ امارتي ادارو د تقنیني برخو مسؤولنیو او کارمندانو لپاره «د تقنیني سندونو د تسوید، تخریج او د مسودې جوړښت» تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ کړ.

دا سیمینار د رجب المرجب د میاشتې په ۱۹ نېټه، د دوشنبې په ورځ د عدلیې وزارت په مقر کې ترسره شو او د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د هغې په پرانیسته کې وینا وکړه. نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې د یادې برنامې موخه د قانون جوړونې په برخه کې د خنډونو او ستونزو لرې کول وبلل او زیاته یې کړه چې امارتي ادارې باید د قوانینو مسودې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۹ ګڼه فرمان مطابق تسوید کړي او راتلونکو مراحلو تېرولو لپاره یې د عدلیې وزارت ته واستوي.

نوموړي وویل چې په دې برخه کې ستونزې باید بررسي او حل شي ځکه چې د نظام ساتنه او د اداري چارو پرمخ وړل قوانینو او نورو تقنیني سندونو ته اړتیا لري. د عدلیې وزیر له ګډونوالو او د امارتي ادارو استازو څخه وغوښتل چې د قوانینو تسوید ته ځانګړې توجو ولري او مسودې باید د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د هدایت مطابق واوسي ترڅو د مراحلو له تېرولو وروسته د هغه لخوا توشېح شي.

هغه زیاته کړه چې خلکو ته د غوره خدماتو وړاندې کولو او د چارو پرمخ وړلو په موخه، د قانون جوړونې چارې باید چټکې او پیاوړې شي. نوموړي زیاته کړه چې زموږ دنده نړۍ ته قناعت ورکول نه، بلکې د اسلامي شریعت حاکم کول دي.

په دې برنامه کې د عدلیې وزارت د قانون جوړونې او د علمي-حقوقي څېړنو د چارو عمومي رئیس محترم مفتي فضل هادي صاحب‌زاده او د یاد ریاست د قوانینو د مطالعې، تشریح او زدکړو رئیس، محترم محمد ادریس برمک هم ګډون درلود او خبرې وکړې. د قانون جوړونې د چارو عمومي رئیس وویل چې په هېواد کې د اسلامي امارت په حاکمیت سره د قانون جوړونې د چارو بهیر مثبت او پراخ بدلون موندلی او اوس‌مهال ټول قوانین د علماوو او متخصصینو په واسطې تسوید او له فقهي سرچینو څخه تخریج کېږي.

په یاد سیمینار کې د وزارتونو او امارتي ادارو څه باندې ۲۰۰ تنو مسؤولینو او کارکوونکو ته د تقنیني سندونو، د هغو د تسوید مراحل او د یادو سندونو د سرچینو او د تخریج د څرنګوالي مفهوم او مصداق زده کړې ورکړل شوې. د سیمینار ګډونوالو هم د دغه سیمینار د ترسره کېدو د قدردانۍ سربېره، په راتلونکې کې هم د دغه ډول برنامو د جوړیدو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS