د عدلیې وزیر د قضائیه قوې د تشکیل او واکونو د قانون نوې طرحه د ولسي جرګې ته وروپیژندله

waheed
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۳۰ - ۱۰:۵۲
.

د هېواد د عدليې وزیر ډاکتر عبدالبصیر انور د روان کال د مرغومې د میاشتې په ۲۸ نېټه د شنبې په ورځ د قضائیه قوې د تشکیل او واکونو د قانون نوې طرحه د ملي شورا ولسي جرګې ته وروپیژندله.

هغه د دغې طرحې د ورپیژندنې په وخت کې وویل چې د دې قانون نوې طرحه په قضايې دستګاه کې د فساد د پدیدې د مخنیوي په منظور ترتیب شوې ده او هم يې له فساد سره د مبارزې په موخه قاضیانو ته زیات واکونه ورکړي دي.

د عدليې وزیر دغه راز وویل چې د دې قانون بنسټ به د هېواد د قضايې جوړښت د پرمختیا په برخه کې د اساسي قانون او د قضايې نظام مؤلفې په پام کې نیولو سره، اغیزمن ګامونه واخیستل شي.

هغه زیاته کړه چې په نوې طرحه کې له درج شوو اصطلاح ګانو مشخص تعریفونه شوي دي او د سترې محکمې د رئیس او د اړوندو دیوانونو واک او دندې، په واضح ډول تشریح شوې دي.

ډاکتر عبدالبصیرانو وویل چې دغه قانون د قاضیانو د ټاکنو، بدلونونو، استعفا، حقوقو او امتیازونو، خوندیتوبونو او واکونو په هکله بحث کوي.

هغه زیاته کړه چې د قضائیه قوې د تشکیل او واکونو د قانون طرحه په ۷ فصلونو او ۸۹ مادو کې ترتیب شوې ده. او د محکمو د تشکیل او واک تنظیم، د قاضیانو د ذاتي چارو تنظیم او د قاضیانو جرمونو ته د رسیدګۍ څرنګوالی د دې قانون له موخو څخه دي.

د یادونې ور ده چې دغه طرحه څه موده مخکې د کابینې او د قانون د واکمنۍ د عالي شورا له لوري هم تائید شوې وه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۹:۴۴
Background image

د عدلیې وزیر د لومړنیو توکو د نرخونو د کنټرول او له احتکار څخه د مخنیوي کمېسیون له مسؤولینو سره وکتل او خبرې وکړې

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د روژې د میاشتې په ۲۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ په خپل کاري دفتر کې د لومړنیو توکو د نرخونو د کنټرول او له احتکار څخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۱۴
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۱ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۱۵مه نېټه د چهار‌شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۱ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۶
Background image

په کندوز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۹ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د کندوز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۱۴مه نېټه، د سه ‌شنبې په ورځ په کندوز ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۹ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي. . .

BACK TO NEWS