د عدلیې وزارت کارمندانو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړېدل

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۱۵:۱۵
.

د عدلیې وزارت د بشري سرچينو رياست د ظرفیت لوړونې آمریت، د محرم الحرام د مياشتې په ۳ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د یاد وزارت د مرکزي رياستونو یو شمېر کارکوونکو ته دوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې د امير المؤمنین حفظه الله تعالی د فرمانونو او حکمونو تشریح او توضيح تر سرلیک لاندې جوړه شوه، د عدلیې وزارت له بېلابېلو مرکزي رياستونو څخه ۲۵ تنو کارمندانو ګډون درلود او د امير المؤمنین حفظه الله تعالی د فرمانونو په اړه یې هر اړخيز معلومات ترلاسه کړل.

د عدلیې وزارت د بشري سرچينو ریاست د ظرفیت لوړونې آمریت د کارمندانو د ظرفیت لوړولو په موخه په دوامدراه توګه ورته برنامې جوړوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۵۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د معاملاتو لارښوونې د اصولو او طرزالعمل مطابق د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر خيريه بنسټونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د خیریه بنسټونو له ۲ دفترونو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۳۱
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د ‌سې‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په درېیمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له. . .

BACK TO NEWS