د عدلیې وزارت په تړاو د ځینو مغرضو رسنیو د راپورونو په اړه د عدليې وزارت څرګندونې

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۲ - ۱۱:۴۰
.

دا چې د اسلامي امارت مهمه دنده حکومتولي نه بلکه ولس ته خدمت دی، او د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله ټولو مسؤلینو ته هم دا حکم دی، چې باید په مسؤلیتونو کې اهل او هغه کسان چې وړتیا ولري مقررشي او د فساد مخنیوی وشي او له مراجعینو سره هم ښه چلند وشي، د پورته ذکر شويو حکمونو په پام کې نیولو سره د عدليې وزارت د مشرتابه له مهمو دندو څخه دا هم ده، چې کوم کسان چې په یاد وزارت کې په دندو ګمارل شوي وي او یا نوي ګمارل کېږي، د پورته لارښوونو په تعمیل باندې مکلف دي او باید پورته ټکي په پام کې ونیول شي.

دا چې زموږ نظام،  بشپړ اسلامي نظام دی نو د اسلامي نظام له دندو څخه دا ده چې په نیکیو باندې امر او له بدیو څخه منع کړي، له دې امله مأمورین او د وزارت کارکوونکو ته وخت په وخت توصیه کېږي چې خپل صورت او سیرت او خپل ټول سلوک د رسول (الله صل الله علیه وسلم) په سنتو باندې برابر کړي. او دا د مشرتابه مقام شرعاً، عقلاً، او هم عرفاً حق او مسؤلیت دی.

دا چې ځیني مغرضې رسنۍ دغه موضوع د تنقید سبب ګرځولې چې د اسلامي تعلیماتو او  د اسلامي صورت او سیرت برابرولو باندې څوک زنداني او یا منفک کېږي دا مطلق دروغ دي، البته توصیه ورته شوې او ورته کیږي به او دا توصیه د وزارت د مشرتابه حق ده.