د عدلیې وزارت مسلکي معين د هلمند ولایت له عدلیې ریاست څخه ليدنه وکړه

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۱۰:۵۷
.

د عدلیې وزارت د مسلکي معين، محترم شيخ الحدیث مولوي عبدالکريم حيدر په مشرۍ ولایتونو ته د یاد وزارت د پلاوي د سفرونو په لړ کې، یاد پلاوي د ربیع الاول د میاشتې په ۲۵ مه نېټه د شنبې په ورځ، هلمند ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت له عدلیې رياست څخه یې کتنه وکړه او خلکو ته، د یاد رياست د خدمتونو وړاندې کول یې له نږدې بررسي کړل.

د عدلیې وزارت محترم مسلکي معین او له هغه سره مل پلاوي د یاد ولایت، عدلیې ریاست له کارکوونکو او مسؤولینو سره په کتنه کې، هغوی ته د چارو ښه پرمخ وړلو او خلکو ته د خدمت کولو په برخه کې توصیه وکړه او په دې هکله یې لازمې لارښوونې وکړې.

مؤظف پلاوي د یاد ولایت د عدلیې ریاست د کارکوونکو د فعالیت د څرنګوالي په بررسۍ سره، د کاري نیمګړتیاو لرې کولو په برخه کې هم هغوی ته لازمې توصیې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۱۵:۱۰
Background image

د عدلیې وزارت د ۳ تشو بستونو رقابتي ازموینه اخیستل

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د ربیع الثاني د مياشتې په ۶ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د یاد وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست دريمې رتبې د درېو (۳) تشو بستونو رقابتي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۱۴:۵۹
Background image

په کندز ولایت کې د ۸ جریبه امارتي ځمکې تثبیت

د کندز  ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته، د ربیع الثاني د مياشتې په ۴ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د یاد هيئت د رئيس او غړو په ګډون ترسره شوه.

د تخنيکي هيئت په دې ناسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۱۴:۴۸
Background image

په بادغیس ولایت کې د کابو ۵۸ زره جریبه ځمکې بررسي کېدل

د بادغیس  ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي تخنيکي هيئت  ناسته، د ربیع الثاني د مياشتې په ۴مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د یاد هيئت د رئيس او غړو په ګډون ترسره شوه.

د تخنيکي هيئت په دې ناسته. . .

BACK TO NEWS