د عدلیې وزارت مسلکي معين د قندهار ولایت له عدلیې ریاست څخه ليدنه وکړه

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۱۴:۴۷
.

د عدلیې وزارت د مسلکي معين، محترم شيخ الحدیث مولوي عبدالکريم حيدر په مشرۍ ولایتونو ته د یاد وزارت د پلاوي د سفرونو په لړ کې، یاد پلاوي تېره اونې، قندهار ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت له عدلیې رياست څخه یې کتنه وکړه او خلکو ته، د یاد رياست د خدمتونو وړاندې کول یې هم له نږدې بررسي کړل.

د عدلیې وزارت محترم مسلکي معین او له هغه سره مل پلاوي د یاد ولایت، عدلیې ریاست له کارکوونکو او مسؤولینو سره په کتنه کې، هغوی ته د چارو ښه پرمخ وړلو او خلکو ته د خدمت کولو په برخه کې توصیه وکړه او په دې هکله یې لازمې لارښوونې وکړې.

مؤظف پلاوي د یاد ولایت د عدلیې ریاست د کارکوونکو د فعالیت د څرنګوالي په بررسۍ سره، د کاري نیمګړتیاو لرې کولو په برخه کې هم هغوی ته لازمې توصیې وکړې.

په ورته مهال، د عدلیې وزارت مسلکي معين د قندهار ولایت د معاملاتو لارښوونې د اتحادیې له یو شمېر مسؤولينو سره هم یوه ناسته جوړه کړه، د هغوی ستونزې یې واورېدې او د حل په برخه کې یې ډاډ ورکړ.

همدارنګه د یاد سفر په ترڅ کې مؤظف پلاوي، د قندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ د سيمه ییزو مسؤولينو په ګډون د یادې ولسوالۍ له یو شمېر موټر پلورنکو سره هم ناسته جوړه کړه، په دې ناسته کې ټينګار وشو چې، موټرپلورنکي دې د فعالیت جواز د عدلیې له وزارت څخه ترلاسه کړي او خپلې ټولې کړنې دې په اصولي ډول ترسره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

د عدلیې وزیر د کابل د ځینو خصوصي روغتونونو له مسؤولینو سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د ذوالقعدې میاشتې په ۲۵مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ په کابل کې د یو شمېر فعالو خصوصي روغتونونو له مسؤولینو سره په خپل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۵۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د معاملاتو لارښوونې د اصولو او طرزالعمل مطابق د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر خيريه بنسټونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د خیریه بنسټونو له ۲ دفترونو څخه. . .

BACK TO NEWS