د عدلیې وزارت له سرپرست وزیر سره د یوناما د سرپرست کتنه

waheed
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۶ - ۱۴:۵۶

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوي صاحب عبدالحکیم شرعي د محرم الحرام په ۲۶ نېټه د چهار شنبې په ورځ د یوناما دفتر سرپرست او د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د سر منشي د ځانګړي استازي سیاسي مرستیال ښاغلي مارکس پوتزل سره  د دې وزارت په مقر کې وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.

د یوناما سرپرست د عدلیې وزارت حقوقي مرستو لوی رئیس د شهادت له کبله د عدليې وزیر ته خواشیني څرګنده کړه او له عدلیې وزارت څخه یې مدافع وکیلانو ته د فعالیت د زمېنې چمتو کولو او د جواز وېش له امله مننه وکړه.

په دې کتنه کې، د یوناما د دفتر سرپرست د دې دفتر د قانون واکمنۍ برخې د نوي فعالیتونو او ماموریتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د  بشري حقونو، د ښځو د زده کړۍ، ښې حکومتولۍ، د تلپاتې سولې او امنیت په ټينګښت کې د قانون د واکمنۍ ارزښت په اړه د عدليې له وزیر سره خبرې وکړې.

د عدلیې وزیر په ټولنه کې د قانون د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل یقیناً چې بې له قانون څخه هیڅ هېواد او نظام نشې کولای پایښت ومومي. هغه زیاته کړه چې موږ په حنفي فقه کې داسې قوانین لرو چې په هیڅ هېواد کې نشته. هغه (مجلة الاحکام) کتاب یاد کړ او ویې ویل چې ډېر خلک او هېوادونه له دې کتاب څخه کار اخلي. همدا راز هغه زیاته کړه چې کولای شو د (عالمګیري) کتاب په کارولو سره ټول نظام اداره کړو او په (دارالحکام) کې ټول اصول او قوانین بیان شوي دي.

د عدليې وزیر وویل چې له دې کتابونو څخه د قوانینو د خلاصه کولو په منظور، په عدليې وزارت کې د علماؤ او شیوخو یوه کمېټه شتون لري  او همدا راز امیرالمؤمنین حفظه الله په کندهار او کابل کې یوشمېر علما او شیوخ د همدې کار له پاره تعیین کړي دي.

هغه د نجونو د تعلیم په اړه زیاته کړه چې د اسلامي امارت پالیسي دا نه ده چې ښوونځي دې وتړل شي که چېرې دا پالیسي وای نو خصوصي سکتورونو ته یي هم اجازه نه ورکوله په داسې حال کې چې خصوصي سکتورونه پرانېستلي دي.    

همدا راز د عدليې وزیر  په افغانستان کې د امنیت د تامین، اداري فساد له منځه وړلو او د ښځو حقونو د تامینولو په اړه خبرې وکړې، هغه زیاته کړه چې اوس مهال ښځې د لوړو زده کړو وزارت، د پوهنې وزارت او په نورو وزارتونو کې فعالیت ترسره کوي او یوازې د روغتیا په برخه کې شاوخوا ۱۵ زره ښځې فعالیت لري. هغه زیاته کړه چې هغو نورو ښځو ته چې پخوا یې وزارتونو کې دندې ترسره کولې په کور کې معاش ورکول کیږي.

د عدليې وزیر په دې کتنه کې وویل چې اسلامي امارت؛ د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې له پاره ټول اصول او شرطونه چمتو کړي خو بهرني هېوادونه چمتو نه دي چې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.

هغه وویل چې امریکا د افغانستان د خلکو ټوله شتمنۍ غصب کړې او د افغانستان اسلامي امارت او خلکو پر وړاندې يې اقتصادي خنډونه جوړ کړي دي.

همدا راز د عدلیې وزیر وویل چې د اسلامي امارت په حکومت کې ټول قومونه او د تېر دولت کارکوونکې شامل دي او اسلامي امارت یو ټول شموله حکومت دی. هغه له یوناما څخه وغوښتل چې حقایق دې له نږدې وګوري او نړیوالو ته دې ورسوي. هغه وویل چې د افغانستان خلک له ټولې نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي او د نړۍ له هېوادونو څخه غواړي چې د افغانستان له خلکو سره ښې او دوستانه اړیکي ولري.

د یوناما سرپرست له اسلامي امارت څخه په افغانستان کې د امنیت ساتنې او د فساد له منځه وړلو په اړه مننه وکړه او د عدليې وزارت او یوناما تر منځ د ښې او دوستانه اړیکو څخه یې خوښي څرګنده کړه. هغه زیاته کړه چې یوناما په افغانستان کې د یو عادلانه حکومت غوښتونکی دی او موخه یې د افغانستان له خلکو سره مرسته ده.

په پای کې د یوناما سرپرست وعده وکړه چې په عدلي برخو کې به له عدلیې وزارت سره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۱۳
Background image

د عدلیې وزیر د احتکار پر مخنیوي او د کورونو د کرايې د لوړېدو پر مخنیوي ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د روژې د میاشتې په ۱۶مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د سوداګرو او د معاملاتو لارښوونو د اتحادیو له مسؤولینو سره په یوې ناسته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۱۵
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۸ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۱۱مه نېټه د ‌شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۸ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۷
Background image

په نيمروز ولایت کې د یو شمېر عريضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۱۳مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د ۲۳ تنو عريضه ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS