د عدلیې وزارت لخوا د تېرو درې نیمو کلونو په موده کې ۲۴۴ خیریه بنسټونو او ۲۵۷ اتحادیو لپاره د فعالیت جوازونو وېش

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۵:۱۱
.

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د اسلامي امارت د واکمنۍ له پیل څخه د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال تر پای پورې ۲۴۴ خیریه بنسټونو او ۲۵۷ اتحادیو ته د فعالیت جوازونه ورکړي دي.

دغه راز یاد وزارت د همدې مودې په اوږدو کې په دوامداره توګه د خیریه بنسټونو او اتحادیو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره کړی دی چې د دغه نظارت په پایله کې ۴۶ خیریه بنسټونه او اتحادیې د سرغړونو له امله تړل شوي او د هغو جوازونه لغوه شوي دي.

د دې وزارت نظارتي پلاوي ۶۲۲ ځله د جمعیتونو (د خیریه بنسټونو او اتحادیو) له دفترونو څخه نظارت ترسره کړی او د اصلاحاتو، همغږۍ، اړمنو سره د مرستې او له خلکو سره د ښه چلند په اړه یې د هغو مسؤولینو ته لازمې توصیې وړاندې کړي دي.

په همدې برخه کې د عدلیې وزارت او د خیریه بنسټونو په هڅو سره «د خیریه بنسټونو اتحادیې» هم رامنځته شوي ترڅو د خیریه بنسټونو په بنسټیزو او دوامداره برنامو تمرکز وشي. همدارنګه په کابل ښار کې د زرګرانو اتحادیه جوړه شوې ده او له دې لارې په کابل او نورو ولایتونو کې د سرو زرو عیار معیاري شوی دی.

د عدلیې وزارت په دوامداره توګه د خیریه بنسټونو د جواز اخیستلو د شرایطو لا اسانه کولو لپاره کار کوي ترڅو د دغو بنسټونو جواز غوښتونکي وشي کولای په آسانۍ سره د جواز د ترلاسه کولو بهیر بشپړ کړي او له اړمنو هېوادوالو سره مرسته او همکاري پیل کړي.

د عدلیې وزارت ټینګار او پاملرنه پر دې ده چې خیریه بنسټونه دې په باعزته توګه اړمنو ته مرستې وړاندې کړي او له هر هغه عمل څخه دې ډډه وکړي چې د اړمنو د تحقیر یا سپکاوي لامل کېږي. یاد وزارت د دغه ډول مواردو د مشاهدې په صورت کې له سرغړونکو خیریه بنسټونو سره جدي او قانوني چلند کوي.