د عدلیې وزارت سرپرست د دې وزارت له رئیسانو سره ولېدل

waheed
شنبه ۱۴۰۰/۸/۱۵ - ۱۴:۵

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت سرپرست وزیرشیخ مولوي عبدالحکیم شرعي، د شنبې په ورځ د ۱۴۰۰ کال د لړم په ۱۵ نېټه د دې وزارت له ګڼ شمېر رئیسانو او مسؤولینو سره ولېدل او خبرې اترې یې ورسره وکړې.
په دغه لېدنه کې د عدلیې وزارت د عمومي نظم او امنیت سربېره، د نورو موضوعاتو په هکله هم بحث او خبرې وشوې.
د عدلیې محترم وزیر د دې وزارت مسؤولینو ته لارښوونه وکړه چې د هغه شمېر رسمي کارکوونکو  لپاره د هویت کارتونه جوړ او  و وېشي چې په دې وزارت کې په دندو بوخت دي. 
همدا شان د عدلیې محترم وزیر صاحب د عدلیې وزارت د مسجد شریف پر نقشه باندې ټینګار وکړ چې ټاکل شوې ده دغه لوی مسجد به په نږدې راتلونکي کې د عدلیې وزارت په انګړ کې جوړ شي، باید د زرو تنو لمونځ کوونکو لپاره ځای ولري. 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS