د عدلیې وزارت د ملګرو ملتونو د سازمان د سپارښتونو د عمل د پلان د وروستي کولو په هکله یوه مشورتي ناسته جوړه کړه.

waheed
دوشنبه ۱۳۹۸/۱/۲۶ - ۱۰:۲۶

سه شنبه، ۱۳۹۷ کال د کب ۱۴

د ا،ا جمهوریت د عدلیې وزارت د بشر د حقونو د ملاتړ ریاست د نورو وزارتونو د استازو په شتون د ملګرو ملتونو د سازمان د سپارښتنو د عمل د پلان د مسودې د وروستي کولو په هکله په کابل کې مشورتي  ناسته جوړه کړه.

لومړی د عدلیې وزارت د ټولنیزو چارو معینې ډاکټرې ذکیې عادلي د دې ناستې د اجنډا  په هکله ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل. او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د رپوټ په برابرولو او وړاندې کولو کې  د بشر د حقونو  د ملاتړ له ریاست سره همکاري وکړي.

هغې دغه راز د اړوندو ادارو له استازو څخه وغوښتل چې د ملګروملتونو د سازمان د سپارښتنو په تحقق کې خپل مکلفیتونه په سمه توګه تر سره کړي. او رپوټونه په ټاکلي وخت کې عدلیې وزارت وړاندې کړي تر څو له توحید څخه وروسته د بهرنیو چارو وزارت ته ولېږل شي.

په دی ناسته کې، د سپارښتونو د عمل د پلان د پلي کولو د زمینې د برابرولو او د سپارښتنو د عمل د پلان په هکله د وزارتونو د استازو نظریو او د هغو بین المللي کنوانسیونونو د ارزښت په هکله چې افغانستان له هغو سره الحاق کړی دی، هراړخیز بحثونه وشول.

افغانستان د الحاق شویو بین المللي کنوانسیونونو د پلي کولو د رپوټ له وړاندې کولو څخه وروسته، د  ملګرو ملتونو د سازمان د څارونکو کمیټو له لوري څخه یو شمیر سپارښتنې تر لاسه کړې، چې د هغو پر بنسټ د عدلېې وزارت د بشر د حقونو د ملاتړ ریاست د اړوندو ادارو په همکارۍ د سپارښتنو د عمل د پلان مسوده برابره کړه.

او له ننۍ ناستې څخه موخه هم ، پلی شویو سپارښتنو او نوو سپارښتنو ته په پاملرنې سره د عمل د پلان د وروستي کولو په منظور د هغو شریکول دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

په کابل ښار کې د خیریه بنسټونو او اتحادیو ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د عدليې وزارت د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو رياست نظارتي پلاوي، د روان کال جوزا (غبرګولي) مياشتې په ترڅ کې په کابل ښار کې د ۹ اتحادیو، ۱۰ خیریه بنسټونو او د یوې شورا فعاليتونه نظارت او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۴۷
Background image

د کاپيسا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د کاپيسا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذی‌الحجې د میاشتې په ۲۷ مه نېټه، د سه‌شنبې په ورځ، د کاپيسا ولایت د عدليې رئیس مولوي عبدالقدیر عابد په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۴:۲۳
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د ذی‌الحجې د میاشتې په ۲۴مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، جلال‌آباد ښار په اتمه ناحيه کې د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو څخه نظارت. . .

BACK TO NEWS