د عدلیې وزارت د مرکزي رئیسانو عمومي ناسته جوړه شوه
د عدلیې وزارت د مرکزي رئیسانو عمومي ناسته، د ۱۴۰۰ کال د کب په ۸ مه د یکشنبې په ورځ، د عدلیې وزارت د مالي او اداري رئیس مفتي صاحب فضل هادي په مشرۍ جوړه شوه.
په دې ناسته کې چې د عدلیې وزارت د ټولو مرکزي رئیسانو په ګډون جوړه شوې وه، د لاندې موضوعګانو لکه:
د وړیا حقوقي مشورې ورکونې د خدمتونو د مرکز د بیا ځلې فعالولو(Call Center)، د رئیسانو لپاره د وسلې د حمل د کارتونو د وېشلو، د الکترونیکي حاضرۍ د فعالولو او د نویو کارکوونکو د بایومتریک، معاشاتو او نورو په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.
د وړیا حقوقي مشورې ورکونې د خدمتونو د مرکز د بیا ځلې فعالېدلو سره، ټول هېوادوال کولای شي له ۱۸۸ شمېرې سره د اړیکې له لارې، خپلې حقوقي ستونزې مطرح او ګټورې مشورې ترلاسه کړي.
د عدلیې وزارت حقوقي سلاکاران د دې مرکز له لارې په رسمي وختونو کې د حقوقي، مدني او جزايي موضوعګانو په اړه هېوادوالو ته وړیا حقوقي مشورې وړاندې کوي.
