د عدلیې وزارت د مرکزي رئیسانو د اداري ناستې جوړیدل

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۲ - ۱۵:۲۲
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مرکزي رئیسانو اداري ناسته د ربیع الاول د میاشتې په ۱۹ نېټې د چهارشنبې په ورځ د مالي او اداري معین مولوي عبدالغني فایق په مشرۍ او د یاد وزارت د مرکزي رئیسانو او د نورو مسؤلینو په ګډون جوړه شوه.

په یاده ناسته کې، د کابل له ښاروالۍ څخه د پوروړو موټر پلورونځیو د سندونو د پړاوونو تېرولو د څرنګوالي په تړاو بحث وشو او پریکړه وشوه چې لومړی د عدليې وزارت د امارت د قضایاو لوی ریاست او د انسجام لوی ریاست په خپلو کې غونډه وکړي او وروسته د ښاروالۍ له مسؤلینو سره په دې اړه کتنه وکړي.

په دغې ناسته کې له عریضه لیکونکو څخه د آزموینې اخیستلو د څرنګوالي په اړه هم بحث وشو او پریکړه وشوه چې د هغې منابع برابرې او تنظیم شي.

د مرکزي رئیسانو په ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت ته د یو شمېر اساسي سندونو د استولو په اړه هم بحث وشو او په دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

په یاده ناسته کې له معتمدینو څخه د تضمین د اخیستلو او یو شمېر نورو مالي موضوعاتو په اړه هم بحث وشو او په دغې برخه کې لازمې پریکړې وشوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

د عدلیې وزیر د کابل د ځینو خصوصي روغتونونو له مسؤولینو سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د ذوالقعدې میاشتې په ۲۵مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ په کابل کې د یو شمېر فعالو خصوصي روغتونونو له مسؤولینو سره په خپل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۵۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د معاملاتو لارښوونې د اصولو او طرزالعمل مطابق د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر خيريه بنسټونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د خیریه بنسټونو له ۲ دفترونو څخه. . .

BACK TO NEWS