د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته جوړېدل

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۶ - ۱۵:۱۷
.

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ذوالحجې د میاشتې په ۲۹ نېټه د شنبې په ورځ د یاد وزارت مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او د اداري معین مولوي عبدالغني فایق او د عدلیې وزارت د مرکزي رئیسانو په ګډون سره جوړه شوه.

په دې ناسته کې د ولایتونو د عدلیې ریاستونو د فعالیتونو بررسۍ او څارنې په موخه د هېواد ټولو ولایتونو ته د یو پلاوي استولو موضوع او یو شمېر نور اداري موضوعات تر بحث او بررسۍ لاندې ونیول شول.

په یاده ناسته کې ولایتونو ته د استول کېدونکي پلاوي ترکیب، د موضوعاتو د بررسۍ څرنګوالی او د نورو مواردو په اړه لازم تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۵۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د معاملاتو لارښوونې د اصولو او طرزالعمل مطابق د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر خيريه بنسټونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د خیریه بنسټونو له ۲ دفترونو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۳۱
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د ‌سې‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په درېیمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له. . .

BACK TO NEWS