د عدلیې وزارت د رهبري شورا ناسته جوړیدل

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۱۴:۲۲
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبري شورا ناسته د روژې د مياشتې په ۱۰ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د عدلیې وزارت د مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او د یاد وزارت مالي او اداري معین مولوي عبدالغني فایق، مرکزي رئیسانو او  نورو مسؤولینو په ګډون جوړه شوه.

په ياده ناسته کې د ځينو رياستونو د مخکني ادارې دمهرونو د ابطال، د کارمندانو د ارزوني فورم د ابلاغ او د عدلیې وزارت یو شمېر اداري موضوعات تر بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوو.

په یاده ناسته کې پرېکړه وشوه چې په مرکز او د ولایتونو په عدلیې ریاستونو کې د تېرې ادارې مهرونه، لوګوګانې، او بیرقونه او زاړه مهرونه راټول کړل شي او په هیڅ صورت کې یې دستفادې اجازه نشته او وروسته به یې د ابطال په هکله اړين اقدام وشي. همدارنګه د کارمندانو لپاره ترتیب شوې د ارزونې فورمه د رهبرۍ شورا له خوا تائيد شوه او د نورو موضوعاتو په هکله هم لازم تصامیم ونیول شوو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د بامیان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام د یاد وزارت پلاوي، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۹:۳۷
Background image

د امارتي غصب شویو ځمکو په هکله د محکمې د پرېکړې تنفیذ، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون شرعي مکلفیت دی

د امارتي غصب شویو ځمکو په هکله د محکمې د پرېکړې تنفیذ، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون شرعي مکلفیت دی

د عدلیې وزیر او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۳
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د میدان وردګ ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت پلاوي د یاد وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۴مه نېټه د شنبې په. . .

BACK TO NEWS