د عدلیې وزارت د رهبري شورا د ناستې جوړیدل
د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبري شورا ناسته د جمادي الاول میاشتې په ۸ نېټې د چهارشنبې په ورځ د عدليې وزارت د مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او د یاد وزارت د اداري معین مولوي عبدالغني فایق، مرکزي رئیسانو او نورو مسؤلینو په ګډون جوړه شوه.
په یاده ناسته کې، د هغو مدافع وکیلانو د جواز فسخ کولو په اړه چې د هغوی د جواز د اعتبار موده له ۴۵ ورځو تېره شوې وي، بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه او پریکړه وشوه چې د تقنین ریاست په همغږۍ دغې مسألې ته رسیدګي وشي. د عدلیې وزارت د حقوقي مساعدتونو د ریاست د کړنلارې ځینې مادې هم بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې او ګډونکوونکو هم په دې هکله خپل نظریات او اصلاحي وړاندیزونه مطرح کړل چې ټاکل شوې ده په راتلونکې ناسته کې د هغې په اړه وروستۍ پریکړه وشي.
په دغې ناسته کې د یو لړ نورو مهمو موضوعاتو په اړه هم بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه او په دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.
