د عدلیې وزارت د دوو مرکزي رياستونو کارکوونکو لپاره د زده کړه ییزې برنامې پای ته رسېدل

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۸:۴۹
.

 د حقوقي مرستو ریاست او د امارت د قضایاوو عمومي ریاست کارکوونکو لپاره «د فقهې عمومي قواعدو تشریح» تر سرلیک لاندې، دوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست له لورې د صفرالمظفر د مياشتې په ۱۷ او ۱۸مه نېټه د دوشنبې او سه‌شنبې په ورځو د عدلیې وزارت په مقر کې جوړه شوه.
د يادې زده کړييزې برنامې په ترڅ کې چې د یادو ریاستونو ۲۳ تنو مسلکي غړو ګډون درلود د حنفي مذهب له مخې د عمومي قواعدو تشریح او توضیح له تطبیقي بېلګو سره، د فقهي قواعدو مفهوم، له فقهي نظریې او فقهي ضابطې سره د فقهي قواعدو توپیر، د فقهي قواعدو مصادر او ډولونه یې، د فقهي قواعدو اهمیت او د فقهي قواعدو د ډولونو په هکله زده کړې ورکړل شوې.
د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه په منظم ډول زده کړه ییزې برنامې جوړوي ترڅو خلکو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو د لاپیاوړتیا لامل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS